Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د زابل د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخامخ دى”

“د زابل د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخامخ دى”

author avatar
24 Mar 2016 - 19:19
“د زابل د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخامخ دى”
author avatar
24 Mar 2016 - 19:19

کلات (پژواک ٥ ورى ٩٥): د زابل چارواکي او سیمه ییز مشران وايي، په تېرو کلونو کې د دې ولایت د پوهنې بهیر د پیاوړتیا لپاره په پوره اندازه کار نه دى شوی، نو له همدې امله په دې برخه کې زياتې ستونزې شته او د حل لپاره یې ډېر کار ته اړتیا ده.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې نن د زابل ولایت د پوهنې د ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه او د نوي ښوونیز کال د پيل زنګ په کې ووهل شو.

د زابل والي بسم الله افغانمل، پژواک خبري اژانس ته وویل، د پوهنې په برخه کې زیاتې ستونزې شته، چې د ډېر کار اړتیا شته او ملت باید ورسره مرسته وکړي.

ده زياته کړه، زابل تر اوسه پوهنتون نه لري او د تعلیمي حالت د ښه والي لپاره پوهنتون تر ټولو مهم دى. د پوهنتون ترڅنګ د لیلیې، مسلکي استادانو، د ښوونځيو د ودانیو او د ښځينه په برخه کې ډېر کار او هڅو ته اړتیا شته.

د هغه په وينا، په لیرې پرتو ولسوالیو او سیمو کې اوس هم زیات شمېر ښوونځي تړلي دي، چې د خلاصون  لپاره یې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه ییزو اوسېدونکو څخه مرستې ته اړتيا شته.

د زابل ولایت قومی مشران او دیني عالمان هم وایي، چې د پوهنې په برخه کې زیاتې ستونزې شته او په تېرو څوارلسو کلونو کې ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

د ولایتي شورا غړي او د سولي شورا رییس محمد هاشم ګراني په خپلو خبرو کې وویل، زیات مکتبونه د زده کوونکو پر مخ تړلي او د پرانیستو لپاره یې د ده په ګډون، هېچا مرسته نه ده کړې.

دى وايي، د ولسي جرګې وکیلانو هم هڅه نه ده کړې چې ولسوالیو ته سفرونه وکړي او هلته له قومی مشرانو سره د تړلو ښوونځیو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

د زابل یوه دیني عالم مولوي روح الله ګډونوالو ته وویل، په تېرو څوارلسو کلونو کې دې ولایت ته په زیاته اندازه امکانات راغلي دي، خو ورڅخه لازمه استفاده نه ده شوې.

نوموړي پر دولت غږ وکړ چې د ښوونځيو او دیني مدرسو د پرانیستلو لپاره کار وکړي او دیني عالمان به په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.

په زابل کې په داسې حال کې نوی ښوونیز کال پيلېږي چې لا هم د بېلابېلو ستونزو له امله د دې ولایت په مختلفو سیمو کې تر نیمايي زیات ښوونځي تړلي او پرانیستي یې هم د ودانیو، مسلکي ښوونکو، کتابونو او نورو لازمو امکاناتو له نشتوالي سره مخامخ دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.