Language

د لوګر د ازرې پر ۸۰ سلنه کرنیزه ځمکه چرس کرل کېږي

پل علم (پژواک، ۵ وری ۹۵): د لوګر ولايت چارواکي وايي چې په ازرې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان هر کال د چرسو له حاصلاتو د عُشر په نوم ميليونونه پیسې ترلاسه کوي خو طالبان بيا دغه څرګندونې نه مني.

د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ په ٨٠ سلنه کرنيزه ځمکه کې چرس کرل کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ازری کرنیزه ځمکه د چرسو ښه حاصلات ورکوي او خلک یې له دغه درکه هر کال سلګونه میليونه پاکستانۍ کلدارې ترلاسه کوي چې بيا لسمه برخه يې طالبانو ته ورکوي.

ده وويل: ((په ازره کې د طالبانو مشهور قوماندان ادم خان هر کال د چرسو له عشر څخه ميليونونه پيسې ترلاسه کوي او بيا په دې پيسو په پاکستان کې د عيش او عشرت ژوند تېروي.))

د وکيل په وينا، په ازره کې د چرسو د کر د مخنيوي په موخه بايد حکومت د کروندګرو لپاره اړين او منظم پروګرامونه ترسره کړي.

د ازرې ولسوال حمیدالله حمید پژواک ته وویل چې د دې ولسوالۍ ډېری اوسيدونکي د چرسو په کرنه بوخت دي.

ده وويل: ((خلک ځکه په خپلو ځمکو کې چرس کري چې چرس ورته ښه عوايد کوي، بل شى داسې عايد نه لري او خلک هر کال له چرسو څخه ميليونونه کلدارې ترلاسه کوي.))

ولسوال دا هم وويل: ((طالبان د چرسو له کروندګرو د عشر په نوم ميليونونه کلدارې ترلاسه کوي چې د دې پيسو يوه اندازه بيا له موږ سره په جګړه لګوي او نورو پيسو يې ارامه خپل ژوند تېروي.))

د حميد په وينا، د ازرې ډېرې سيمې نا امنه دي نو ځکه حکومت نه شي کولاى د چرسو د کر مخه ونيسي.

د ازرې د اکبرخېلو سيمې اوسېدونکي ګل الرحمن پژواک ته وويل: ((زموږ د ولسوالۍ خلک ډېر غريب دي نو ځکه دغه د چرسو حرام بوټي په خپلو پټو کې کري او بيا طالبانو ته عشر هم ورکوي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، کروندګر هر کيلو چرس په شپږ زره کلدارې پلوري او بيا په دې پيسو باندې د خپل ژوند اقتصادي ستونزې هواروي.

ده وويل: ((موږ د خپلو ځمکو په يوه برخه کې چرس کرلي دي، کله چې د چرسو د حاصل وخت شي نو طالبان راځي او له کروندګرو څخه عشر ټولوي او کروندګر اړي دي چې لسمه برخه يې طالبانو ته ورکړي.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.