مزارشريف (پژواک ۵ ورى ۹۴): د بلخ سرپرست والي په شمال کې د ده په خلاف د روانو لاريونو په اړه وايي، د دوی سکوت او چوپتيا ته دې د وېرې نوم نه ورکول کېږي.
بلخوا د ولسمشر لومړی مرستيال وايي، د خلکو غوښتنو ته د بلخ ولايت د رهبرۍ د نه پام کولو له امله د لاريونونو لمن نورو ولايتونو ته وغځوله.
دوی دغه څرګندونې پر فيسبوک په خپلو رسمي پاڼو کې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر د جنرال دوستم او عطامحمد نور د پلويانو ترمنځ وروستي تاوتريخوالي نه زغموونکي بللي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې، ولسمشر غني د جنرال دوستم او عطامحمد نور د پلويانو ترمنځ د وروستيو له تاوتريخوالي ډکو نښتو په غبرګون کې ويلي، لاريونونه د خلکو حق دى، خو هغه کسان چې تاوتريخوالى کوي، له هغوى سره به سخت چلند وشي.
دغه ناندرۍ وروسته له هغه وخت پيل شوې، چې د نوي کال په لومړي شپه ځينو کسانو په مزارشريف ښار کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشید دوستم تصوير له بيلبوردونو ښکته کړ.
که څه هم د ولسمشر د مرستيال تصوير د ښکته کېدو د شپې په سبا بېرته ولګول شو؛ خو د وري په ۴مه، د جنبش پلويانو د جنرال دوستم په ملاتړ او د بلخ د والي جنرال عطامحمد نور په ملاتړ په مزارشريف ښار کې لاريونونه وشول.
د بلخ سرپرست والي او جمعيت ګوند اجرايه رييس عطامحمد نور نږدې درې ساعته وړاندې په خپلې فيسبوک پاڼه کې ليکلي: ((زموږ سکوت او چوپتيا ته د وېرې نوم مه ورکوئ.))
نوموړي زياته کړې، ځينو دوی ته د صبر او حوصلې کولو بلنه ورکړې وه، چې لا يې دغه کار ته ادامه ورکړې ده.
login or register a new account.