Language

په کندهار کې په تېر یوه کال کې د نري رنځ دوه زره پېښې ثبت شوې

کندهار (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د کندهار ولايت روغتيايي چارواکي وايي چې په تېر يو کال کې په دغه ولايت کې شاوخوا درې زره د نري رنځ پېښې ثبت شوې دي.

د کندهار روغتیايي چارواکو دغه څرګندونې نن د نري رنځ ناروغۍ د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

په کندهار کې د نري رنځ ناروغۍ د مخنيوي څانګې مشر محمد حسین اکرمي  وويل چې د تېر کال په اوږدو کې یې ٢٠٩٨ د نري رنځ پېښې ثبت کړې دي چې ۶۴ سلنه یې مېرمنې دي.

د نوموړي په وینا، دوی د کندهار ښار او د ولسوالیو  په ټولو شخصي او دولتي روغتیایي مرکزونو کې د نري رنځ د تشخیص  څانګې جوړې کړې او زیاتوي چې تر دې مهاله  یې شاوخوا  ١٣٠٠ کسانو درملنه کړې ده.

اکرمي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چې دوی په کندهار ولایت کې  د هر ډول ناروغیو د تشخیص په موخه  د یوه مجهز لابراتوار د جوړېدو چارې هم پيل کړې چې  دا مهال یې ۸۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

په ورته وخت کې د کندهار د عامې روغتیا ريیس عبدالقیوم پخلا بيا وايي چې د نري رنځ تر څنګ يې په دغه ولايت د نورو ناروغيو د مخنيوي لپاره هر ډول هڅې کړې دي.

د نوموړي په وینا، اوس مهال دوی د کندهار ښار تر څنګ په ډېرو ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي او په  هر مرکز کې  د ناروغانو  درملنه په منظمه توګه روانه ده.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، هر کال زرګونه کسان په هېواد کې د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي چې يو شمېر بيا خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.

login or register a new account.