Language

د هلمند چارواکي: بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې ٣٠طالبان وژلي

 لشکرگاه(پژواک، ۶حمل ۹۵): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو پر دوه مرکزونو هوايي بريدونه کړي چې ٣٠ طالبان په کې وژل شوي او ٧نور ټپيان دي 

د ٢١٥ميوند قول اردو وياند ډګرمن محمد رسول ځاځي د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريدونه تېره شپه درې بجې شوي دي .

 ده زياته کړه :" د هغه هوايي بريد په ترڅ کې چې د مارجې ولسوالۍ اړوند د پنځم بلاک په سيمه د طالبانو پر يوه مرکز ترسره شو ٢٠طالبان وژل شوي او ٧نور ټپيان دي."

ده وويل چې بل هوايي بريد په همدې سيمه کې د طالبانو پر هغه مرکز تر سره شو چې طالبانو په کې ماينونه جوړول چې په ترڅ کې يې ١٠طالبان ووژل شول . 

 ځاځي زياته کړه چې دواړه بريدونه له افغان امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ تر سره شوي او عامو خلکو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى .

 د هلمند امنيه قوماندان  پاسوال عبدالرحمن سرجنګ ياد هوايي بريدونه تاييدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري .

د مارجې يوه اوسېدونکي عبدالعلي پژواک اژانس ته وويل د طالبانو پر دوه مرکزونو هوايي بريدونه شوي او تر ٦٠پورې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.