Language

چارواکي : کندوز کې د يوه قوماندان په ګډون ١٢وسله وال وژل شوي

 

کندوز(پژواک، ۶ ورى ۹۵): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون ١٢وسله وال طالبان وژل شوي او ١٠نور ټپيان دي.

په شمال زون کې د ٢٠پامير فرقې وياند غلام حضرت کریمي پژواک اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه کندوز ښار ته څېرمه ترسره شوي دي.

ده زياته کړه ، دغه عمليات چې د کندوز ښار ته څېرمه د تلوکه په سيمه کې ترسره شول د قاري امير په نامه طالب قوماندان له ١١وسله والو سره وژل شوى او ١٠نور وسله وال ټپيان دي .

کريمي وويل چې په دې عملياتو يوټانک چې د وسله والو په اختيار کې و تخريب شوى   دى .

وسله والو طالبانو ويلي چې په دې نښته کې يې يو ټانک او يو رېنجر تخريب کړي ، دوه طالبان ټپيان دي او ١٢ امنيتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

د تلوکه سيمې يوتن اوسېدونکي فيروز پژواک ته وويل چې ددغو عملياتو له امله د سيمې يوشمېر کورنۍ :ده شوې دي.

دده په خبره ، چې تر نن سهاره جګړې دوام درلود او امکان دې ولري چې د سيمې خلکو ته هم زيان اوښتى وي .

يوه سيمه ييز چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل چې کندوز ښار ته څېرمه ٤٠کلي د وسله والو طالبانو په واک کې دي ويا پرې اغېز لري . 

login or register a new account.