Language

پکتيکا کې يو ماشوم له تومانچې او دوه لاسي بمونو سره ونيول شو

ښرنه (پژواک، ٧ ورى ٩٥): د پکتيکا پوليس وايي چې دوى يو ١٧ کلن ماشوم له يوې تومانچې او دوو لاسي بمونو سره لاس په لاس نيولی دى.

د دې ولايت د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماشوم د مرکز ښرنې د چکان کلي اوسېدونکی دی، غوښتل يې چې د دې کلي د ملي پوليسو د پوستې قوماندان له منځه يوسي.

هغه زياته کړه، دغه ماشوم د کشفي راپورونو پربنسټ له يوې تومانچې او دوو لاسې بمونو سره يوځای لاس په لاس نيول شوی او په خپل جرم يې اعتراف هم کړی دى.

د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل ، ياد ماشوم چې عمر يې له ۱۴ کلنۍ هم کم دی، د پوليسو له لوري نيول شوی دى.

خو هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

login or register a new account.

Related Topics