تالقان(پژواک،٩ورى٩٥):د تخار امنيه قوماندان وايي چې نامسووله وسله والو ددې ولايت امنيت له ګواښ سره مخ کړى او خلکو ته يې ستونزې پيدا کړي دي.
د تخار ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي د وري په ٩مه خبريالانو ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې د نا مسووله وسله والو شمېر ډير شوى دى.
د هغه په وينا، دغه نا مسووله وسله وال هرڅه چې وغواړي کوي يې خو چاته ځواب ويونکي نه دي.
د حکيمي په خبره، د دې ولايت په ډيرو ولسواليو کې له پوليسو څخه د نا مسووله وسله والو کسانو شمېر ډير دى.
هغه د بېلګې په توګه وويل: (( په ډيرو ولسواليو کې زموږ د پوليسو شمېر ٣٠ يا ٤٠ کسه دى خو د نا مسووله وسله والو شمېر له سلګونو هم ډير دى.))
حکيمي وايي چې له يوې خوا وسله والو طالبانو او له بل پلوه نا مسوولو وسله والو د تخار ولايت امنيت له ګواښ سره مخ کړى دى.
هغه دا هم وويل چې په دې ولايت کې له وسله والو مخالفينو سره د مبارزې په موخه بايد حکومتي چارواکي د امنيتي ځواکونو شمېر ډير او بشپړ تجهيز يې کړي.
ده وويل: (( په دې ولايت کې د پوليسو تشکيل کم دى، د زده کړو کچه يې ټيټه ده په داسې حال کې چې موږ عملا په جګړه بوخت يو خو زموږ له پوليسو سره اوس هم د جهاد د وخت وسلې دي.))
دغه راز د تخار د ولايتي شورا غړى عصمت الله قرباني هم وايي چې په دې ولايت کې نامسوولو وسله والو امنيتي ستونزې ډيرې کړې دي.
ده زياته کړه: (( دغه ډلې بايد ووېشل شي او وسلې ورڅخه واخيستل شي، دوی ته بايد اجازه ورنه کړل شي چې د خلکو په برخليک لوبې وکړي او ورته ستونزې جوړې کړي، که ددغو نامسووله وسله والو مخه و نه نيول شي په راتلونکي کې دولت ته لوی سرخوږی جوړوي.))
د تخار ولايت د ينګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي شجاع الدين پژوک ته وويل چې نا مسووله وسله وال په دې ولايت کې خلک وژني، ځمکې غصبوي، غلاوې کوي خو حکومت يې مخه نه شي نيولى.
ده وويل: (( زموږ په ولسوالۍ کې نه طالب و او نه هم نا امني وه ، خو همدغه نا مسووله وسله وال وو چې سيمه يې نا کراره کړه، د طالبانو فعاليت ته يې لار هواره کړه، يو شمېر نور کسان چې د دغو نا مسووله وسله والو له لوري ځورېدلي وو، هغوی هم له مجبوريته طالبان شول.))
login or register a new account.