Language

د کرکټ د تېرې ورځې بريا د خوښۍ له امله د پکتيا يوه ځوان د زړه سکته وکړه

 ګردېز(پژواک،٩ورى٩٥): په پکتيا ولايت کې د کرکټ يوه مينه وال او لوبغاړي د تېرې ورځې د بريا له امله د زړه سکته وکړه او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د کرکټ نړيوال جام په شل اووريزو سياليو کې د ويسټ ينډيز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ياده بريا د ځوانانو او د کرکټ د نورو مينه والو له لوري په پلازمېنې کابل، ننګرهار، کندهار، خوست، پکتيا او ځينو نورو ولايتونو کې د ډولونو په وهلو او د اټنونو په کولو سره ونمانځل شوه.

خو ددې بريا له امله د پکتيا اوسېدونکي ٢٣کلن غني الرحمن ځاځي د زړه سکته وکړه او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ.

په دې ولايت کې د کرکټ لوبډلې مينه وال خالد ځاځي پژواک ته وويل: (( تېر مازيګر مې له غني الرحمن سره يو ځای دراډيو له لارې دافغانستان او ويسټ ينډيز  لوبه تعقيبوله ،چې دافغانستان د بريا د غږ په اورېدو سره د غني الرحمن وضعيت خراب شو، له خپله ځايه پاڅېده او منډه يې کړه خو بېرته پر ځمکه را پريوته او موږ روغتون ته يوړ، خو څو شېبې وروسته مړ شو.))

د هغه په خبره، ډاکټرانو دده د مړينې لامل له خوشحالۍ څخه د زړه درېدل وښودل  او ويې ويل ،چې احساسات يې له کنټروله وتلي وو.

په پکتيا کې دکرکټ لوبې لوبغاړی او ازاد خبريال حقمل مسعودزي پژواک ته وويل چې غني الرحمن د کرکټ د لوبې ډير مينه وال و  او د پکتيا په کچه ښه توب اچوونکى هم و.

د هغه د معلوماتو له مخې، غنى الرحمن په يوه شخصي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي محصل هم و.

د دې ځوان مړينې په ټولنيزو رسنيو کې هم انعکاس موندلی  او خلکو د نوموړي مړينه له هېواد سره بې کچې مينه ښودلې ده.

ټاکل شوې چې د غني الرحمن مړى نن د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

شاوخوا دوه کاله وړاندې هم په ننګرهار ولايت کې د يوه خصوصي ښوونځي استاد وروسته تر هغه د زړه سکته وکړه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړيوال پنځوس اووريز جام سياليو کې سکاټلنډ هېواد ته ماتې ورکړه.

login or register a new account.