ګردېز(پژواک،٩ورى٩٥):د پکتيا ولايت په سرحدي سيمو کې پاکستاني طالبانو، د پاکستاني پوځيانو پر پوستو بريدونه کړي، خو په غبرګون کې يې پاکستاني پوځيانو د افغانستان پر خاورې لسګونه توغندي را توغولي دي.
په سوېل ختيځ زون کې د دويمې سرحدي لوا قوماندان رازمحمد مندوزي د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ډنډپټان ولسوالۍ په سرحدي سيمو کې پاکستاني طالبانو د پاکستاني پوځيانو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې ددې بريدونو په غبرګون کې پاکستاني پوځيانو ډنډپټان ولسوالۍ ته ٣٠ راکټو را توغولي دي.
ده وويل چې دغه راکټونه له پاړه چنار سيمې څخه را توغول شوي او د ډنډپټان ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو لګېدلي دي.
ده زياته کړه: (( خو ښه خبره دا ده چې د راکټونو له امله چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))
مندوزى وايي چې د يادو توغنديو په اړه يې د افغانستان، پاکستان او امريکا د همغږۍ مرکز او په کابل کې حکومتي چارواکو ته خبر ورکړى دى.
د ډنډ پټان ولسوالۍ د قيمتۍ سيمې اوسېدونکي نورعلي مقبل پژواک ته وويل: (( بېګاه ټوله شپه راکټونه راتلل، خلکو خوب نه دى کړى خو شکر دى چې څوک په کې مړه شوي نه دي.))
ده له حکومتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې پر دې ولسوالۍ د پاکستاني پوځيانو له لوري د راکټي بريدونو مخه ونيسي.
په سيمه کې د پاکستاني طالبانو وياند مقبول داوړ رسنيو ته ويلي چې تېره شپه پاکستاني طالبانو پر پاکستاني پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په يادو بريدونو پاکستاني طالبانو، د پاکستاني پوځيانو يوه قرارګاه او يوه پوسته سوځولي دي.
ده وويل چې د بريدونو پرمهال لس پاکستاني پوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
ډنډ پټان د پکتيا ولايت له سرحدي ولسواليو څخه ده چې تېرکال په دې ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې وشوې او له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله واوښته.
login or register a new account.