Language

څلور وسله وال طالبان او دوه سرحدي پوليس وژل شوي

کابل(پژواک،٩ورى٩٥): په درېيو ولايتونو کې څلور وسله وال طالبان او دوه سرحدي پوليس وژل شوي او دوه وسله وال طالبان نيول شوي دي.

په شمال زون کې د سرحدي پوليسو قوماندان محمدنعيم حيدري د وري په٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د بلخ ولايت په کلدار ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر رېنجر موټر چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې دوه سرحدي پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځواکونو په لوګر ولايت کې دوه وسله وال طالبان له وسلو او نورو مهماتو سره نيولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو په مرکز پل علم او د خوښۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه طالبان له وسلو سره نيولي دي.

هغه وايي چې له دې طالبانو څخه دوه راکټونه، ١١د راکټ مرمۍ، ١٠ حلقې د پرسونل ضد ماينونه، لاسي بمونه او نور مهمات ترلاسه شوي دي.

دغه راز د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لورى پژواک ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت موظفينو د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې له چاودېدونکو توکو ډک درې موټرسايکلونه چې د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو لپاره چمتو شوي وو نيولي دي.

سرچينه ليکي چې د ملي امنيت منسوبينو د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي په سيمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته کړې ده.

د خبرپاڼې په حواله، په دې نښته کې څلور طالبان وژل شوي، دوه ميله کلاشينکوفونه، يو موټرسايکل او يوه اندازه چاودېدونکي توکي د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.