کندهار(پژواک،٩ورى٩٥): د کندهار ولايت يو شمېر ډاکټرانو د ميرويس روغتون د رييس پر ضد لاريون کړى او د لرې کېدو غوښتنه يې کوي.
د کندهار ولايت د ميرويس روغتون يو شمېر ډاکټرانو پرون د روغتون د نورو کارکوونکو په ملتيا لاريون کړى او د رييس د لرې کېدو غوښتنه يې کوله.
خو د دغه روغتون رييس وايي چي د ټولو ډاکټرانو لپاره يې په منظم ډول د دندې مهال وېش جوړ کړی خو يوشمېر ډاکټرانو يې پر وړاندې مخالفت کړی او د شخصي ګټو په موخه يې د لرو کولو هڅې پېل کړې دي .
له دې سره سم ددغه روغتون يوشمېر ډاکټران وايي چې لاريون کوونکي هغه ډاکټران دي چې په شخصي روغتونونو کې کتنځايونه لري او د دندې پر مهال ناروغ خپلو شخصي کتنځايونو ته غواړي .
د ميرويس روغتون رييس ډاکټر داوود فرهاد پژواک ته وويل چې په روغتون کې يې د ټولو ډاکټرانو لپاره منظم او د کار کولو قانوني پلان جوړ کړى دى.
هغه وايي چې په رسمي وخت کې په شخصي کتنځايونوکې کار، د شپې له پلوه بسترو ناروغانو ته نه ورتګ، په روغتون کې له موجودو طبي ماشينونو څخه د ګټې نه اخيستل او په ټوله کې ناروغان شخصي معاينه خانو ته وربلل هغه موارد دي چې مخالفت کوونکي ډاکټران ورڅخه سرغړونه کوي.
فرهاد وايي چې دوی په روغتون کې د ټولو ډاکټرانو لپاره دوه وخته د حاضرۍ لېست جوړ کړی او هر هغه څوک چې وخت ته ژمن نه وي غيرحاضريږي.
د روغتون رييس وايي چې مخالفت کوونکي اکثره هغه کسان دي چې له قانون څخه سرغړونه کوي او دوی يې پروړاندې شواهد هم په لاس کې لري.
بلخوا ددغه روغتون ډاکټران هم وايي چې لاريون کوونکي هغه کسان دي چې په شخصي روغتونونو کې کتنځايونه لري، دوی وخت او دندې ته ژمن نه دي او نه هم د ناروغانو غم او فکر ورسره دى.
د ډاکټرعبدالقوي خپلواک په نامه يوه ډاکټر پژواک ته وويل چې مخالفت کوونکي ډاکټران هميشه ناروغان خپلو شخصي کتنځايونو ته د درملنې په موخه ورغواړي او د نوکرۍ په ورځ هم ډيرى ناسوب وي .
ده زياته کړه چې مخالفت کوونکي درې تنه ډاکټران دي چې د څوکيدارانو، ساتوونکو او اشپزانو په همکارۍ د روغتون د رييس د لرې کېدو غوښتنه کوي.
لاريون کوونکو ډاکترانو د اړوندې موضوع په اړه رسنيو ته له څه ويلو ډډه وکړه.
login or register a new account.