Language

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سنګاپور ملي ټيم ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک ١٠ ورى ٩٥): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې، د اماراتو د ٢٠١٩ ملتونو جام په لومړنيو او مقدماتي لوبو کې د يوې خپلې حساسې لوبې په ترسره کولو سره د سنګاپور ملي ټيم ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې چې نن له غرمې وروسته د تهران په تختي سټيډيوم کې ترسره شوه، د هېواد ملي ټيم لوبغاړي خيبر اماني د لوبې په ٣٩ دقيقه کې د سنګاپور لوبډلې ته يو ګول ورکړ او له هغه وروسته يوسف شېردل په ٧٨ دقيقه کې د افغانستان په ګټه يو بل ګول ترسره کړ.

د سنګاپور ملي ټيم په وروستيو شېبو کې د خپل ټيم په ګټه يو ګول تر سره کړ، خو له څلورو دقيقو اضافي وخت سره-سره بيا هم لوبه دوه پر يو د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.

د اماراتو د مقدماتي لوبو په سياليو کې، د ٨ ډلو په چوکاټ ٤٠ ټيمونه لوبيږي. د هېواد د فوټبال ملي ټيم په E ډله کې له جاپان، سوريې، سنګاپور او کمبوديا سره لوبې تر سره کوي.

ملي ټيم، د صربستاني روزونکي پيتر شګرت د کار له پيل وروسته، افغانستان له خپلو سيالو لوبډلو سره د لوبې پر مهال ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

د هېواد ملي ټيم په دغې بريا سره وکولى شول، چې د دغو سياليو دوهم پړاو ته د رسېدو لپاره ډېر چانس ترلاسه کړي.

login or register a new account.

Related Topics