مزارشريف (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ د پوهنې مدير د ناپېژاندو وسله والو له لوري پر ډزو ووژل شو.
د دولت اباد ولسوال اميرشاه خان د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ د پوهنې مدير نورالله نوري نن له غرمې وروسته د دولت اباد- مزارشريف پر لويه لار وژل شوى دى.
ده وويل: ((نورالله مزارشريف ښار ته روان و چې نا معلومو وسله والو يې موټر درولى او ډزې يې پرې کړې دي، دی یې وژلى دى او دوه نور ملګري يې ټپيان دي.))
د هغه په وينا، د دې پېښې د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي.
د بلخ د پوهنې رياست هم د دولت اباد ولسوالۍ د پوهنې د مدير وژل کېدل تاييدوي.
د پوهنې رياست مرستيال لاجمير افغان زوى پژواک ته وويل: ((نورالله ليني موټر کې له دولت اباد څخه مزار ته روان و چې موټرسايکل سپرو يې موټر درولى او وژلى یې دی او دوه نور کسان يې ټپيان کړي دي.))
افغانزوى وايي چې ټپي کسان عام خلک دي او د پوهنې له رياست سره کوم تړاو نه لري.
هغه د بلخ له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې هر څو ژر د نورالله قاتلين پيدا کړي او د خپلو اعمالو په سزا يې ورسوي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP