Language

د بلخ د یوه وکیل کسانو د یوې رسنۍ مسوول مدیر وهلى او پر مرګ ګواښلی

مزارشريف (پژواک، ۱۰ وری ۹۵): په بلخ کې د طلوع  فردا اونيزې مسوول مدير په ولسي جرګه کې د بلخ پر استازي عباس ابراهيم زاده باندې تور پورې کړ چې کسانو يې دی وهلی او د مرګ ګواښ یې ورته کړی دی.

خو په ولسي جرګه کې د بلخ استازي عباس ابراهيم زاده چې د ((روند ملی عدالت و ازادی)) په نوم د سياسي حرکت رهبري هم کوي، دغه مسئله يې د ځان پر وړاندې سياسي توطيه وبلله او طلوع  فردا اونيزې مسوول مدير امير محمد احساس يې د خبريال نه ګڼلو تر څنګ په فيسبوک کې د ولسمشر، د بلخ سرپرست والي او ځان ته په کنځلو تورن کړ.

عباس ابراهيم زاده په سياسي چارو کې پر ښکېلتيا سربېره د بلخ له مشهورو سوداګرو څخه دی چې د بېلابېلو سوداګريزو چارو تر څنګ په مزارشريف ښار کې د رهنورد په نوم شخصي پوهنتون هم لري.

په مزارشريف ښار کې د ابن سينا د لوړو زده کړو شخصي موسسې د حقوقو او سياسي علومو محصل اميرمحمد احساس چې ځان يې په بلخ ولايت کې له تېرو دریو کلونو کې د محمدعلي محقق په امتياز د چاپېدونکې اوونيزې طلوع  فردا مسوول مدير معرفي کړ، د وري په ۱۰مه يې د ولايتي شورا په انګړ کې په خبري ناسته کې د ولسي جرګې پر وکيل عباس ابراهيم زاده د وهلو ټکولو او پر مرګ د ګواښ کولو تور پورې کړ.

نوموړي زياته کړه چې په فيسبوک کې د ده له ملګرو يو کس د رهنورد پوهنتون په تړاو يو پوسټ کړی و چې ده لايک کړی و.

د هغه په وينا، له همدې امله د عباس ابراهيم زاده د کسانو له خوا په مرګ ګواښل شوى او ډبول شوى دى.

احساس وويل چې د وري په ۸مه مازديګر له ابن سينا پوهنتون څخه و ايستل شو او د ولسي جرګې د وکيل عباس ابراهيم زاده کور ته راوستل شو.

نوموړي زياته کړه چې دلته د لسګونو کسانو پر وړاندې يې دوه ساعته بندي کړی و، توهين او تحقير يې کړ او په مرګ وګواښل شو.

احساس، چې پر تندي او مخ يې وړې وړې پټۍ لګېدلې وې، وويل: ((د  ابراهيم زاده له کوره له وتو وروسته، خپل کور ته پر لاره څلورو کسانو چې مخونه يې پېچلي وو، له موټره ښکته کړم او ويې ډبلوم.))

login or register a new account.