Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي اردو پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
29 Mar 2016 - 17:13
د ملي اردو پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
29 Mar 2016 - 17:13

کلات- پل علم (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): په زابل کې د ماين چاودنې له امله دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي بلخوا د لوګر د محمداغې ولسوالۍ څارنوال په اداري فساد کې د لاس لرلو په تور ونيول شو.

د زابل د مېزانې ولسوال ميراجان بوستان د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د مېزانې- کلات پر لويه لار د ملي اردو د ګزمې پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي: ((د ګزمې پر موټر چاودنه کېږي يواځې يو سرتېري ټپي کېږي، کله چې نور سرتېري مرستې ته ورځې بله چاودنه کېږي، چې دوه سرتېري وژل کېږي او دوه نور ټپيان کېږي.))

ولسوال وايي چې د يادې پېښې د عاملينو د نېونې هڅې يې روانې کړې دي.

وسله والو طالبانو هم د يادې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په يادو چاودنو کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت موظفينو د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ څارنوال کبيراحمد د اداري فساد په تور نيولى دى.

د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي چې کبيراحمد پرون د ملي امنيت ځواکونو له لوري د بډې اخيستنې پر مهال لاس په لاس نيول شوى دى.

هغه زياته کړه: ((يو کس له څارنوال کبير سره دوسيه درلوده، د پيسو غوښتنه يې ترې کړه چې د پيسو اخيستنې پر مهال ونيول شو.))

تر دې وړاندې د لوګر ولايت د دارالمعلمين رييس، د اراضي مدير، د پوهنې رييس او د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر د اداري فساد په تور نيول شوي دي.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.