Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ډايکندي د نظامي څارنوالۍ مشر ووژل شو

سمنګان (پژواک ١١ ورى ٩٥): د سمنګانو چارواکي وايي، د دې ولايت په دره صوف پايين کې د ډايکندي ولايت د نظامي څارنوالۍ رييس سره له خپل موټرچلوونکي سره د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

د سمنګانو امنيه قومندان مل پاسوال محمد باقر مسعود، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ډايکندي د نظامي څارنوالۍ رييس سردار محمد حسين جهاني، نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې له بلخ ولايت څخه د سمنګانو د دره صوف بالا ولسوالۍ ته په لاره و، چې د دره صوف پايين ولسوالۍ په کوتل چيچل سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري يې پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

ده زياته کړه، په دې پېښه نوموړى سره له خپل موټرچلوونکي وژل شوى او د هغه دوه ساتونکي او ورور يې ټپيان دي.

د هغه په وينا، تردې پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته لاړل او هلته يې له مخالفينو سره دوه ساعته جګړه وکړه، چې په پايله کې يې مخالفين له سيمې وتښتېدل او سيمه د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغله.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.