Language

بغلان کې يوه کس د تښتول شوې کوژدنې پر ځای د هغې اته کلنه خور ځان ته نکاح کړې

پلخمري (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې يو شمېر قومي سپين ږيرو او مشرانو يوه ٨ کلنه نجلۍ د خپلې خور په بدل کې يوه ٢٠ کلن ځوان ته نکاح کړې ده.

د نهرين ولسوالۍ د خواخه خدر کلي اوسېدونکي ٤٥ کلن شاه زمان او د دې نجلۍ بوډا پلار پر حکومت او د ماشومانو د حقونو پر مدافع بنسټونو د نيوکې په ترخ کې ويلي چې يو کال وړاندې يې خپله ځوانه لور يوه ځوان ته کوژده کړه، خو دوې مياشتې وړاندې يې کور ته وسله وال کسان ورننوتل او د ده لور يې ورسره بوتله.

هغه وويل: ((تر اوسه مې د لور خبر نه لرم او نه پوهېږ چې چېرته ده؟))

خو هغه زياته کړه، څو ورځې وړاندې يې د لور کوژدن له يو شمېر سپين ږيرو او قومي مشرانو سره کور ته راغى، اته کلنه لور يې زما د مشرې لور پر ځاى ځان ته نکاح کړه او له ځان سره يې بوتله.))

هغه وويل: ((نږدې يوه مياشت کېږي چې  لور مې يې بېولې، زه پلخمري ښار ته راغلى يم، هم مې پوليسو ته شکايت وکړ او هم د ښځو شورا رياست ته، خو تر اوسه مې د لور د ژغورنې لپار هېڅ اقدام نه دى شوى.))

د بغلان د ښځو چارو مشره خديجه يقين وايي چې په په زور او  ټيټ عمر کې ودونه تاوتريخوالى بلل کېږي، د اته کلنې نجلۍ د نکاح او د هغې د خور د تښتونې موضوع يې له امنيې قوماندانۍ سره شريکه کړې، څو د دې قضيې عاملين ډېر ژر ونيسي.

هغه په دغه ولايت کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په لرو پرتو سيمو کې له خپلو حقونو نه د ښځو بې خبري، د دې پېښو اصلي لامل دى او د هېواد عالمان بايد د منبرونو له لارې خلکو ته په دې برخه کې پوهاوى ورکړي.

په ورته وخت کې د بغلان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير وايي، ټول هغه کسان چې د دغه کس دوو لوڼو په تښتونه او د نکاح په مراسمو کې ښکېل دي، پېژندل شوي او د پوليسو تر جلب لاندې دي.

نوموړي همدارنګه وويل چې د نهرين ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ ته هم لارښوونه شوې چې دا کسان ونيسي.

د بغلان مدني بنسټونو هم په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او د زور ودونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې حکومت مکلف دى څو د سپين ږيرو او قومي مشرانو له خوا د تاوتريخوالي او ناسمو تصميمونو مخه ونيسي او هغه کسان چې خپل سرې پرېکړې کوي، قانوني چلند ورسره وکړي.

د بغلان د مدني ټولنو د عدالت غوښتنې شبکې مشر محمد عثمان شېرزي وويل چې مدني بنسټونو د دې دوو نجونو د تښتونې او نکاح په برخه کې د ښکېلو کسانو د نيولو لپاره عدالت غوښتنه پيل کړې ده.

login or register a new account.