لښکرګاه (پژواک، ۱۲ وری ۹۵): په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول وايي چې د امنیتي ځواکونو نیمګړتیاوې پوره شوې او د پرمختګ په حال کې دي.
دغه څرګندونې په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د وري په ١٢مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.
قهرمان وويل، امنيتي ځواکونه له دفاعي حالت څخه وتلي دي او تعرضي حالت يې غوره کړى دى.
ده وويل چې په ډېرو سيمو کې د جګړې نوي سنګرونه جوړ شوي او خلک هم له امنيتي ځواکونو سره اړينې همکارۍ کوي.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د افغان دولت وسله وال مخالفين کمزوري شوي او د افغان ځواکونو له لوري پر شا تمبول شوي دي.
ده زياته کړه: ((د سرتېرو جنګي تجهيزات پوره شوي او ډېر ژر به د امنيت له پلوه د هلمند په ځينو سيمو کې مثبت بدلونونه راشي.))
قهرمان وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه افغان او بهرنيو ځواکونو شپني عمليات هم پيل کړي دي.
ده وويل چې بهرنيو ځواکونو په هلمند کې ٢١٥ ميوند قول اردو ته يوه بې پيلوټه الوتکه هم ورکړې چې فعاليت يې پيل کړى دى.
د هغه په وينا، ډېر ژر به د هلمند په ځينو سيمو کې پراخ عمليات پيل شي او له لاسه وتلې ټولې سيمې به بېرته ونيول شي.
د قهرمان په خبره، د سنګين ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت لپاره يې هم جدي هلې ځلې روانې کړې دي.
خو په هلمند کې د عامه نظم د دويمې لوا قوماندان سمونوال عبدالرحیم کوهستاني پژواک ته وويل چې له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا يې د سنګین د لارې د خلاصون په موخه عملیات پیل کړي، خو لا نه دى توانېدلى چې دغه ۳۵ کیلومتره لاره په بشپړه توګه خلاصه کړي.
ده وویل چې چې تر دې مهال شاوخوا ۱۵ کیلومتره مخې ته تللي او یواځې اته نوې پوستې يې جوړې کړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP