کندوز (پژواک، ١٤ ورى ٩٥): ځيني مسوولين وايي چې وزګاري، اقتصادي بېوزلي او پر حکومت بې باوري هغه لاملونه دي چې د کندوز نږدې ٣٥٠ لوستي ځوانان د وسله والو مخالفينو په ليکو کې جذب شي.
د کندوز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو امر عبدالغفور هوتک د دغه مطلب په څرګندولو سره وويل چې ډېرى ياد ځوانان له ښار او ولسواليو څخه څو ځلي د ځوانانو امريت او په دغه ولايت کې نورو دولتي ادارو ته مراجعه کړې ده؛ خو د واسطې نه شتون له امله پر دندو ونه ګومارل شول.
هغه زياته کړه: "چې زيات شمېر دا ځوانان په تېر يو کال کې له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوي دي، د دغه ولايت له پوهنتون څخه د ليسانس په کچه فارغ شوي ځوانان هم په کې شامل دي."
هوتک وويل چې اوسمهال د طالبانو درې قوماندانان هغه کسان دي چې مخکې يې دغه امريت ته د کارموندلو لپاره مراجعه کړې وه؛ خو له ناهيلې کېدو وروسته ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو ليکو کې جذب شوي دي، ياد درې ليسانس ځوانان دا مهال په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو ډلمشران دي.
نوموړي د اندېښنې په څرګندولوسره زياته کړه که دولت په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي، ښايي له وسله والو مخالفينو سره د ځوانانو يوځاى کېدو کچه لوړه شي.
خو د کندوز د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس محمد طاهر عظيمي له وسلوالو مخالفينو سره د ځوانانو يو ځاى کېدو په اړه بې خبري وښوده او ويې ويل چې افغان حکومت په دې لټه کې دى څو ځوانانو لپاره کارې موکې رامنځ ته کړي او په دې برخه کې پروګرامونه هم تر لاس لاندې لري.
د کندوز جريدې مسوول مدير او مدني فعال زرغون ملزم وويل چې ځوانان د هر هېواد پانګه ده او د هېواد روښانه راتلونکې به د هغوى پر اوږو ولاړه وي، خو افغان حکومت په دې برخه کې پاملرنه نه کوي.
ملزم زياته کړه: "په داسې شرايطو کې چې زموږ هېواد د تاريخ په حساس پړوا کې دى، مرکزي دولت بايد له هېواد څخه د ځوانانو د تېښتې مخنيوي او کارې فرصتونو رامنځ ته کولو په برخه کې ګټور پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسي."
د کندوز ولايت اوسېدونکي وحيدالله رحماني پژواک ته وويل، څو چې ځوانانو ته د کار موکه برابره نه شي، روانه ناامني او جګړه به همداسې دوام ومومي.
نوموړي زياته کړه چې اوسمهال يو شمېر تحصيل کړي ځوانان د دولت له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوي دي او د نظام پر وړاندې جګړه کوي.
د کندوز ياد اوسېدونکى چې د ښوونکو د روزنې له مرکزه فارغ شوى او د ډېرو ستونزو پر ګالولو توانېدلى په يوه دولتي اداره کې دنده ترلاسه کړي، پژواک ته وويل، ځينو ځوانانو ته چې د کار کولو موکه نه ده برابره شوې اړ شوي څو د دولت له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شي.
د کندوز دغه اوسېدونکي له حکومته غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي څو له وسلوالو مخالفينو سره د هغوى د يوځاى کېدو مخه ونيول شي.
login or register a new account.