مزارشريف (پژواک، ۱۵ وری ۹۵): د شمال زون لوړپوړي امنيتي چارواکي وايي چې په دغه زون کې به د دښمن هېڅ پلان عملي کېدو ته پرې نه ږدي.
دوی وايي چې وسله وال طالبان د شمال زون د لويو لارو د ناامنه کولو او د بانفوذه کسانو د ترور په هڅو کې دي خو دوی يې د مخنيوي لپاره چمتو دي.
د بلخ په مرکز مزارشريف کې د شمال زون د ملي پوليسو د ۷۰۷ پامير زون عمومي قوماندان جنرال بابه جان، له مدني فعالانو سره په ګډه ناسته کې وويل، په دغه زون کې د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي او د خلکو ملاتړ د دوی تر ټولو ستر ځواک دی.
دغه ناسته د وري په ۱۵مه په ۷۰۷ پامير قوماندانۍ کې د شمال زون د امنيتي حالات په تړاو د امنيتي پوليسو او ځينو مدني فعالانو تر منځ جوړه شوې وه.
جنرال بابه جان وويل چې وسله وال طالبان په بېلابېلو لارو د شمال زون د ناامنه کېدو په هڅو کې دي؛ خو دوی به يې برياليتوب ته پرې نه ږدي.
نوموړي زياته کړه چې وسله وال طالبان د شمال زون د لويو لارو د ناامنه کېدو، د بانفوذه کسانو د ترور، د ځينو ولسواليو د سقوط او پر امنيتي پوستو د بريد له لارې امنيتي ځواکونو ته د سرخوږي د جوړېدو په هڅو کې دي.
خو د هغه په وينا، دغه هڅې به يې هېڅ رنګ رانه وړي.
د شمال زون د ۷۰۷ پامير قومندان وويل چې په دغه زون کې د پسرلنيو عملياتو پلان په پوره توګه چمتو دی او په نږدې وخت کې به عملي کړای شي.
نوموړي زياته کړه چې د شمال زون امنيتي ځواکونو تر ډېره په وسلو سمبال، په مسلکي چلند بلد او په جګړه یيزو تاکتيکونو پوه دي.
جنرال بابه جان چې د بلخ ولايت له مدني فعالانو سره يې خبرې کولې وويل چې دوی په شمال زون کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د هېڅ ډول ګواښ اندېښنه نه لري.
د مزارشريف ښار مدني فعال يزدان پرست په ياده ناسته کې د امنيتي ځواکونو د ملاتړ څرګندونو تر څنګ وويل چې د شمال امنيت د ټول هېواد پر امنيت اغېز لري.
نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونه بايد په شمال کې د کندوز د سقوط په څېر پېښې تکرارېدو ته پرې نه ږدي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP