مزارشريف (پژواک، ۱۵ وری ۹۵): د شخصي دښمني له امله د يوې کورنۍ ټول سړي څه وژل شوي، څه بنديان دي او يو تن يې په روغتون کې د ژوند او مرګ ترمنځ شېبې تېروي، خو د کورنۍ پاتې ښځينه غړي يې له دولت څخه د پېښې د څارنې غوښتنه کوي.
د مزارشريف ښار د يوې کورنۍ مېرمنې وايي، د نوي کال په شپو ورځو کې يې پر کور وسله وال بريد وشو، چې له امله يې دوه سړي ووژل شول او يو تن ټپي شو.
څلور کاله وړاندې د کابل په اوومه ناحيه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ناموسي جنجال له امله وسله واله شخړه رامنځ ته کېږي، چې له امله يې يوه کورنۍ مزارشريف ته کډه کېږي.
مزارشريف ته د راکډې شوې کورنۍ دوه کسان، د همدې دښمنۍ له امله څلور کاله وړاندې د کابل د درې ګونو محکمو له لوري په اعدام محکوم شوي دي.
۱۶ورځې وړاندې يې بيا شخصي دښمنانو د مزارشريف ښار په نواباد سيمه کې پر کور بريد کړی، چې له امله يې په پاتې سړيو کې دوه سړي وژل شوي او يو يې ټپي شوی دی.
اوس نو په دغه کورنۍ کې له ماشومانو پرته د کار سړی نشته، درې مېرمنې، څلور ماشومان هلکان او دوه ماشومې نجونې په کې ژوند کوي.
په مزارشريف ښار کې پر دغې کورنۍ د بريد موضوع له رسنيو څخه لرې ساتل کېږي، خو پژواک خبري اژانس ترې د وري په ۱۵مه خبرېږي او د پېښې د سپړلو په تړاو د مزارشريف ښار نواباد سيمې ته د همدې کورنۍ له غړو سره د کتو په موخه د دوی کور ته ورځي.
د پېښې په تړاو د بندي سړي مېرمن، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نن څخه ۱۶ورځې وړاندې يې د شپې ناوخته د کور دروازه ټک ټک شوه.
هغې چې د دوو مېرمنو ترمنځ ناسته وه، شاوخوا يې څلور ماشومان هلکان او دوه ماشومانې نجونې ناستې وې، زياته کړه: ((دروازې ته خپله ورغلم، د بندې دروازې له هغې خوا غږ شو، چې کلانتر يم، د کور سړيو ته غږ کړه، کار ورسره لرم.))
دې وويل، د ملک په نامه لېور يې، چې د بلخ امنيه قوماندانۍ کې پوليس و، دباندې ووت، د تسليمۍ غږ يې پورته کړ؛ خو مقابل لوري ورباندې ډزې وکړې، زخمي شو او د ټپ له امله ومړ.
د هغې په وينا، نږدې لس کسان وو، چې د ځينو يې د پوليسو جامې پر تن وې، خو دوی پېژندل، چې پوليس نه دي، د دوی دښمنان دي.
مېرمنې د بريد کوونکو نومونو واخيستل او ويې ويل: ((موږ ټول پېژندل، چې زموږ څلور کاله پخواني دښمنان دي، رحمت، عزت الله، نعمت، احسان الله، عنايت، صفت، زمرود، شاپور او وليد وو، چې ځينو يې شخصي جامې او د ځينو د پوليسو درېشي پر تن وې.))
login or register a new account.