Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سمنګان له زندان څخه دوه بنديان تښتېدلي دي

 ايبک (پژواک،١٥ورى ٩٥ ): درې بنديان تېره شپه د سمنګان له زندان څخه په تېښته بريالي شول؛ خو يو تن يې بېرته نيول شوى دى.

د سمنګان ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمدباقر مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو دريو بنديانو تېره شپه د احاطوي ديوال اغزن سيم غوڅ کړى او تښتېدلي دي.

نوموړي زياته کړه چې ياد درې کسان" محمدظاهر، نعمت الله او نصيراحمد" نومېږي.

 سرچينې يادونه وکړه چې د يادو دريو کسانو له ډلې محمدظاهر د محبس له مديريت څخه سل متره لرې، د پوليسو ګزمې له لوري نيول شوى دى؛ خو دوه کسان يې د شپې له تيارې څخه په استفادې سره، په تېښته بريالي شوي دي.

د سمنګان ولايت وياند محمد صديق عزيزي وويل چې ياد درې کسان، د وژنې په جرم له ١٥- ١٨ کلنو پورې د  بند په سزا محکوم شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.