Language

د عامې روغتيا وزير کندهار کې د کتلوي معافيت EPI حوزوي دفتر پرانيست

کندهار(پژواک،١٥ورى٩٥): د عامې روغتيا وزير کندهار ته سفر وکړ او دلته يې د کتلوي معافيت د پروګرام اړوند د واکسينونو د زېرمه کولو او خوندي ساتلو حوزوي مرکز پرانيست.

په دې مراسمو کې د عامې روغتيا د وزير ډاکټر فېروز الدين فېروز تر څنګ د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا، د يونيسف استازو، روغتيايي چارواکو او مخورو ګډون کړى وو.

د کندهار د عامې روغتيا رييس پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کتلوي معافيت د حوزوي دفتر په پرانيستلو سره اوس هغوى دا وړتيا لري چې د سوېلي زون په پنځو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان، زابل او نيمروز کې چې ٤٨ ولسوالۍ لري ماشومانو او مېرمنو ته د معافيت غوره خدمات وړاندې کړي.

هغه زياته کړه، ياده شوې ودانۍ د ١٨ مياشتو په موده کې د يونيسف د ٣٢ ميليونه افغانيو په مالي مرسته په دريو پوړو کې په ښه کيفيت جوړه شوې ده.

د ده په خبره، دغه ودانۍد واکسينونو د زېرمه کولو او خوندي ساتلو لپاره د سړو خونو، د غير واکسين توکو لپاره د ګودام، د سوړ ځنځير د تجهيزاتو، د روغتيايي کارکوونکو او څارونکو د وړتياوو لوړولو په موخه د يوه لوى سالون او د کتلوي معافیت یا (EPI) د حوزوي کارکوونکو لپاره د بېلابېلو دفترونو لرونکې ده.

پخلا وايي، ياد شوى دفتر به په سوېل کې د معافيت د پروګرام د ١٢ واکسينونو د زېرمه کولو، خوندي ساتلو او وېش په برخه کې ګڼې اسانتياوې رامنځته کړي چې د عادي واکسينونو تر څنګ د پوليو، شري او تيتانوس واکسينونو کمپاينونه په کې شامل دي.

نوموړي يادونه وکړه چې د پوليو، شري، تيتانوس او نورو ناروغيو د له منځه وړلو لپاره بېلابېلې کړنلارې په پام کې نيول شوې چې د واکسين د پوښښ د کچې د لوړولو او د ناروغیو له کنټرول څخه ډاډ تر لاسه شي.

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروز وويل چې په کندهار کې د حوزې په کچه د معافيت پروګرام لپاره د واکسين د زېرمه کولو او خوندي ساتلو مرکز به په دې وتوانېږي چې د سوېلي زون د پنځو ولايتونو لپاره د تودوخې درجې ته په پام د اړتيا وړ واکسينونه چمتو کړي چې د ماشومانو او مېندو د مړينې د کچې په راټيټولو کې مهم رول لري.

هغه ژمنه وکړه چې په دې ولايت کې به روغتيايي خدماتو پراخولو ته لا ډېره توجه کوي.

د يونيسف ادارې د عملياتو چارو سيمه ييز همغږي کوونکي الوشالا اسماعيل Olushola 'Shola' Ismail د ځينو ناروغيو په وړاندې واکسين يواځينۍ لار ده چې د ماشومانو د مړينې کچه ټيټولاى شي.

login or register a new account.

Related Topics