پل علم (پژواک، ۱۵ وری ۹۵): د لوګر په څرخ او خروار ولسواليو کې د ١٨ ميليونو افغانيو په لګښت د نهو ښوونځيو د احاطې دېوالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې د نړيوال بانک له لوري په خروار او څرخ ولسواليو کې نهه ښوونځي جوړ شوي وو، خو تر اوسه يې د احاطې دېوالونه نه درلودل.
ده زياته کړه، د دغو دېوالونو د جوړېدو چارې نن پيل شوې چې لګښت يې د نړيوال بانک له لوري ورکول کېږي.
د هغه په وينا، په دې ښوونځيو کې د خروار ولسوالۍ د خواجه انګور ښوونځى او د څرخ ولسوالۍ د خواجه افضل، خروټي، ملاکي، پسته جک، ميرک پنګرام، نوشهر، دښتک او ګرام ابه ښوونځي شامل دي.
عرب وايي: ((د دې دېوالونو په جوړېدو سره به اوس تر ډېره بريده زده کوونکي کنټرول شي؛ ځکه تر دې وړاندې شاګردان په درسي ساعتونو کې له ښوونځيو تښتېدل.))
د څرخ ولسوالۍ د ګرام ابه ښوونځي سرښوونکي سيدمجيد پژواک ته وويل: ((د احاطې دېوال په جوړېدو سره موږ بيا ويلى شو چې ګرام ابه يو بشپړ ښوونځى دى؛ ځکه د دېوال په جوړېدو سره به بهرني ګواښونه او د زده کوونکو تېښته کمه شي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى درې کاله وړاندې جوړ شوى و، خو تر اوسه يې د احاطې
login or register a new account.