Language

بلخ کې د مېرمنو ځینو ټولنو ته زرنج موټرسایکلونه ورکړل شول

مزارشريف (پژواک، ۱۷ وری ۹۵): په بلخ او جوزجان کې زرګونه مېرمنې د چرګانو ساتلو له لارې د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزې هواروي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا د وري په ۱۷مه د جوزجان په يوه او د بلخ ولايت په څلورو ولسواليو کې د هغو مېرمنو ټولنو ته لسګونه زرنج موټرسایکل ورکړل شول چې د چرګانو د ساتنې له لارې د کورنيو اقتصادي ستونزې حل کوي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو کلونو د بلخ په دولت اباد، شولګر، بلخ او دهدادي ولسواليو او د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې ۶زره مېرمنو ته واړه چرګوړي د ساتنې لپاره ورکړل شوي وو، چې اوس يې د توليداتو پر مټ خپل کورونه چلوي.

نوموړي زياته کړه چې يادو مېرمنو ته دوه کاله وړاندې د چرګوړو تر څنګ د مرغانو خوراکي توکي او د ساتنې وسايل هم ورکړل شوي وو.

د هغه په وينا، اوس يادې کورنۍ په مياشتنۍ توګه د خپلو ساتل شوو چرګانو له هګيو ۱۵۰۰ افغانۍ عوايد ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، نن ورته ۳۵ زرنج موټرسایکل ورکړل شول چې له ښاره خوراکي توکي او له کليو د خپلو چرګانو توليدات تر ښاره ورسولای شي.

د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن شګفته چې د ياد پروګرام له لارې چرګان ساتي، پژواک ته وويل، چې نن يې د خپلې ټولنې په استازيتوب زرنج تر لاسه کړ.

د هغې په وينا، خاوند يې په هېواد کې د روانو جګړو له مله مړ شوی و او د کور د چلولو لپاره يې پرته له دې چې خپله لاس په کار شي؛ بله چاره نه لرله.

شګفتې وويل چې اوس يې کورنۍ اقتصاد د خپلو ساتل شوو چرګانو له لارې پر مخ ځي.

نوموړې زياته کړه چې په منځنۍ کچه د چرګانو د هګيو او خپله د چرګانو د پلور له لارې د مياشتې ۳زره افغانۍ عوايد ترلاسه کوي.

د بلخ د کرنې رييس کاتب شمس وويل چې په يادو پنځو ولسواليو کې ۸۰ کلي تر پوښښ لاندې راغلي دي چې دوی په خپلو کې پنځه ټولنې جوړې کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې د يادو ټولنو له لارې مېرمنو ته چرګانو د ساتنې په برخه کې ټريننګونه ورکړل شول او د واکسين درمل هم ورکړل شول.

login or register a new account.