کندوز (پژواک،١٧ ورى ٩٥): د کندوز امنيه قوماندان وايي، د وسله والو مخالفينو يوې ډلې د ښځو له جامو او چادري نه په ګټې اخيستلو سره د پوليسو پر يوې پوسته بريد وکړ چې په ترڅ کې د هغوى دوه کسان ووژل شول.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ په نننۍ خبري غونډه کې وويل چې دا پېښه نن سهار د دې ولايت د قلعۀ زال ولسوالۍ په اق تپه سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې څلورو وسله والو مخالفينو چې د ښځو جامي او چادري يې پر تن وې، د پوليسو پرامنيتي پوستې بريد وکړ.
د کندوز د امنيه قوماندان په وينا، وسله وال مخالفين د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول چې په پايله کې د هغوى دوه کسان ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول.
جنګل باغ د دې مطلب په ډاګه کولو سره چې ټپيان په تېښته بريالي شول، وويل چې دې نښته کې يو پوليس هم وژل شوى دى او بل تن ټپي دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي الله بيردي وويل چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښتې يو نيم ساعت دوام وکړ چې په پايله کې، د دوو پوليسو او يو طالب په ګډون درې کسان ووژل شول او يو پوليس ژوبل دى.
د سيمې ياد اوسېدونکي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د وسله والو مخالفينو ځپلو لپاره دې کندوز کې عمومي عمليات په لار واچوي.
login or register a new account.