Language

د لوګر په مرکز کې پر غصب شوې ځمکه جوړ کورونه نړول کېږي

پل علم (پژواک، ۱۸ وری ۹۵): د لوګر په مرکز پل علم کې پر غصب شوو ځمکو د جوړ شوو کورونو د نړولو لړۍ پيل شوه.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو کسانو د مرکز پل علم په شېروازي سيمه کې سلګونه جريبه دولتي ځمکه غصب کړې وه او بيا یې پر نورو کسانو پلورلې ده.

هغه وويل: ((دغه ځمکه شاوخوا ١٢ سوه جريبه ده چې د یو شمېر فرصت طلبو کسانو  او د ځمکو د  مافیا له لوري غصب شوې وه، بيا يې پر نورو خلکو پلورلې او ميليونونه افغانۍ يې ترلاسه کړې دي.))

د هغه په وينا، د ځمکې دغو غاصبينو د خپل مدافع وکيلانو په مرسته له څو مياشتې راهيسې په استيناف محکمې کې هڅه وکړه چې دغه ځمکه د ځان په نوم کړي خو بريالي نه شول.

ده وويل چې د استيناف محکمې د يادو کسانو ټول اسناد جعلي وبلل او پرېکړه يې وکړه چې دغه ځمکه دولتي ده او پرې جوړ شوي کورونه بايد ونړول شي.

هغه وويل چې نن (د وري ١٨مه) د محکمې د پرېکړې او د ولسمشر د فرمان له مخې پر يادې ځمکې د جوړو شوو کورونو د نړولو لړۍ پيل شوه.

صالح وايي چې سيمه ييز چارواکي پلان لري تر څو پر دې بېرته راګرځول شوې ځمکې دولتي ادارې جوړې کړي؛ ځکه چې دا مهال د لوګر پنځوس سلنه ادارې خپلې ودانۍ نه لري.

د لوګر د سيمه ييزې ادارې د دغه کار په غبرګون کې لسګونو کسانو د لوګر ولايتي شورا مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه.

د دې کسانو په استازيتوب عرفان الله پژواک ته وويل چې حکومت بايد د دوى  کورونه وران نه کړي ځکه په خپلو پيسو يې دغه ځمکې اخيستې دي.

هغه وويل: ((ما خپله په حقو حلالو پيسو دغه ځمکه اخيستې ده، دوه جريبه ځمکه مې په شل لکه افغانۍ اخيستى ده، زه اسناد هم لرم، خو اوس حکومت راغلى زموږ کورونه ورانوي، که سر مې هم پرې لاړ شي حاضر نه يم څوک مې کور وران کړي.))

د اعتراض کوونکو له ډلې حاجي يحيى هم پژواک ته وويل: ((موږ دغه ځمکه نه ده غصب کړې، عرفي قباله په لاس کې لرو.))

هغه زياته کړه: ((موږ ولايتي شورا ته راغلي يو چې د والي د دغه کار مخه ونيسي او زموږ غږ د حکومت مشرانو ته ورسوي، که زموږ وينه هم تويه شي د کورونو ورانولو ته څوک نه پرېږدو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.