Language

بلخ کې د کوکنارو د له منځه وړو لپاره د همغږۍ پروګرام جوړېږي

مزارشريف (پژواک، ۱۹ وری ۹۵): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيره سلامت عظيمي وايي چې د بلخ په ځينو ولسواليو کې د کوکنارو د له منځه وړو په موخه د همغږۍ رامنځته کولو پروګرام جوړوي.

هغې همدا راز زیاته کړه چې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو د له منځه وړو لپاره يې د (عمل) په نوم پنځه کلن پروګرام جوړ کړی چې د ولسمشر غني له خوا هم تاييد شوی دی.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي د وري په ۱۹مه د بلخ ولايت مرکز مزارشيف ښار ته سفر کړی و.

نوموړې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې له مخدره توکو سره د مبارزې پروګرام به تر ۲۰۱۹ کال پورې عملي کېږي او په دې برخه کې ورسره نړيوالې ټولنې هم د مرستو ژمنه کړې ده.

هغې زياته کړه: ((دغه برنامه درې اساسي ټکي لري چې لومړی هغه يې پر ټولو وګړو د قانون يو شان تطبيق، دويمه برخه کې يې د نشه يي توکو له کاروباريانو سره جدي مبارزه او درېيمه هغه يې بزګرانو ته د بديلو تخمونو ورکړه شامله ده چې په عملي کېدو به يې د نشه يي توکو په کرنه، پېر او پلور کې کموالی راشي.))

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزيره په هېواد کې پر نشه يي توکو د افغانانو د روږدي کېدو لړۍ د اندېښنې وړ بولي او وايي چې دمګړۍ شاوخوا درې ميليونه افغانان پر نشه يي توکو روږدې دي.

هغې اندېښنه وښوده چې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو لپاره د درملنې امکانات خورا کم دي.

مېرمن عظيمي همدا راز وويل چې د نشه يي توکو بهرني قاچاقچيان په افغانستان کې د یادو توکو د زياتوالي لپاره هڅې کوي چې د هغې په وينا نړيواله ټولنه يې بايد په مخنيوي کې لا چټک ګامونه واخلي.

نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې د بلخ په ځينو ولسواليو کې هم کوکنار کرل شوي چې په وينا يې د امنيتي ځواکونو په مرسته به يې له منځه يوسي.

خو د بلخ د ولايتي شورا غړی ابراهيم خير اندېش بيا باور نه لري چې ګني امنيتي ځواکونه به په دغه ولايت کې ټول کرل شوي کوکنار له منځه يوړلی شي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کوکنارو د حاصل اخيستو لپاره شاوخوا يوه مياشت پاتې او امنيتي ځواکونه يې د امکاناتو او بشري قوې د کمښت له امله د له منځه وړلو لپاره بې وسه دي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.