کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٥): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې موظفينو يې په لغمان ولايت کې د ځانمرګو څلور واسکټونه نيولي دي.
د د غه رياست د مطبوعاتي دفتر لخوا د وري په ١٩مه، پژاک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا توکي د قرغيو ولسوالۍ په کاکڅ کلي کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې له چاودېدونکو توکو ډک دا واسکټونه د وسله والو مخالفينو لخوا په يوه پټنځاى کې ساتل شوي و، چې د موظفينو لخوا شنډ کړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې سره نور چاودېدونکي توکي هم کشف او ترلاسه شوي دي.
ملي امنيت وايي، وسله والو مخالفينو پلان درلود چې د لغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP