محمود راقي (پژواک، ٢١ ورى ٩٥): د کاپيسا ولايت د امنيه قوماندانۍ ګڼ شمېر لوړ پوړي او ټيټ پوري مامورين د فساد په تور نيول شوي دي.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين سنجني د وري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره اوونۍ د کورنيو چارو وزارت د درنو جرمونو درياست يو پلاوى د دې ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د فساد د څېړنو په موخه راغلى و.
هغه زياته کړه، چې ياد پلاوي تر پلټنو وروسته د امنيه قوماندانۍ د لوجستيکي موضوعاتو او په تېلو کې د فساد په اړه معلومات ترلاسه کړل او په دې موخه يې ګڼ شمېر مامورين کابل ته د نورو پلټنو لپاره لېږدولي دي.
د سنجني په وينا، په کابل کې له دغو کسانو څخه پلټنې روانې دي، خو د ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق په هغو اسنادو کې لاسليک نه دى کړى، چې په کې د فساد يادونه شوې ده.
خو ددې ولايت يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې د کاپيسا په امنيه قوماندانۍ کې د ٢٥ زره ليترو فساد شوى دى.
سرچينې زياته کړه، چې دامنيه قوماندانۍ د لوجستيک امر، د امنيت مدير او د يو شمېر نورو مديرانو او امرانو په ګډونو تر ٢٠ پورې مامورين تر پوښتنو لاندې دي او يو شمېر يې کابل ته لېږدول شوي دي.
يادې سرچينې وويل، چې په دې اړه د کاپيسا ولايت له امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق څخه هم پلټنې روانې دي.
خو فايق په دې اړه پژواک ته د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه او ويې ويل چې دى معلومات نه لري.
login or register a new account.