Language

کندوز کې څلور ځانمرګي بريدګر نيول شوي دي

کابل (پژواک ٢١ ورى ٩٥): د کندوز والي وايي، د ملي امنيت ځواکونو هغه څلور ځوانان نيولي چې په دغه ولايت کې يې د ځانمرګو بريدونو هوډ درلود.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل چې نن په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل چې ياد څلور کسان د غور ولايت اصلي اوسېدونکي دي او د ترهګريزو او ځانمرګو بريدونو روزنه يې د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ په مياګل جان اغا مدرسې کې ترلاسه کړې ده.

د هغه په وينا، نيول شوي کسان چې له ١٦ تر ١٧ کلونو پورې عمرونه لري، ياد ولايت ته د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو په موخه راغلي و، خو خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي امنيت ځواکونو له لوري ونيول شول.

يادو تنکيو ځوانانو هم منلې، چې د کندوز ولايت په بېلابېلو برخو کې يې  د ځانمرګو بريدونو د ترسره کولو هوډ درلود.

د دغو ځوانانو له ډلې يې يوه ١٧ کلن جمعه ګل وويل، چې يو کال وړاندې له غور ولايت څخه د قره باغ ولسوالۍ ته راغلى و، چې په ياده مدرسه کې يې د دينې زده کړو ترلاسه کولو نيت درلود، خو د يوه استاد له لوري د افغان دولت پر وړاندې د جهاد او ځانمرګو بريدونو ترسره کولو ته وهڅول شو او په ياده موده کې ورته د ترهګريزو کړنو زده کړې ورکړل شوې دي.

هغه وويل: "موږ ته يې دوکه راکړه او دې ته يې اړ کړو، څو د افغان حکومت پر وړاندې جګړه او ځانمرګي بريدونه ترسره کړو، موږ يې در په دره کړو، له هغه وروسته د احسان الله (بل نيول شوى کس) په لارښوونه چې ماما يې په کندوز کې د طالبانو قوماندان دى، دغه ولايت ته راولېږل شو."

ياد تنکي ځوان زياته کړه، چې له خپل دغه کار څخه پښېمانه دى.

login or register a new account.