پل علم (پژواک، ۲٢ وری ۹۵): په لوګر ولايت کې د ورښتونو له امله په سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه کې د غنمو شنه فصلونه له منځه تللي خو چارواکي وايي چې له زيانمنو بزګران سره به مرسته وکړي.
د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د شرفګان سیمې اوسېدونکي عبدالجبار پژواک خبری اژانس ته وویل چې د وروستيو پرله پسې ورښتونو له امله د لوګر په سيند کې اوبه له حده ډېرې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((کله چې په سيند کې اوبه ډېرې شوې نو اوبه کرنيزو ځمکو ته واوښتې او د غنمو ټول فصلونه يې له منځه وړي دي.))
هغه وایي: ((یواځې زما او د نږدې خپلوانو مې دېرش جریبه د غنمو کروندې اوبو لاندې کړې او شنه غنم یې راته له منځه وړي او دا زموږ د ټول کال خواري وه خو په اوبو لاهو شوه.))
دغه راز د تنګي واغجان سیمې اوسېدونکي صابرجان هم پژواک ته وويل چې وروستيو ورښتونو د لوګر په سيند کې اوبه ډېرې کړې او له امله يې د دوى په سيمه کې هم سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه تر اوبو لاندې شوې ده.
دی وایي: ((ما په خپله په شپږ جریبه ځمکه کې پنځه میاشتې مخکې غنم وکرل تر څو یې حاصل واخلم او خپلې کورنۍ ته به ډوډۍ برابره کړم خو اوس مې چې د غنمو کروندې اوبو لاندې او خرابې يې کړې سخت اندېښمن یم او حیران یم چې که حکومت راسره مرسته ونه کړي زه به له اقتصادي پلوه له څومرو ستونزو سره مخ شم.))
د لوګر د مرکز پل علم ښار د نيازيو کلي اوسېدونکي شرف الدين پژواک ته وويل چې د لوګر په سيند کې د اوبو د ډېرېدو له امله يې په اته جريبه ځمکه کې د غنمو فصل له منځه تللى دى.
هغه وایي: ((د یوه بزګر لپاره داځکه ډېره سخته ده چې د ټول کال لګښت له همدې کروندو څخه ترلاسه کوي خو کله چې کروندې یې له منځه ولاړې شي نو په ټول کال کې بیا له اقتصادي ستونزو سره ګیر وي.))
يادو بزګرانو له حکومت څخه غوښتنه کوله چې اړينې مرستې ورسره وکړي تر څو په روان کال کې له اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ نه شي.
د لوګر ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس همايون عمر هم پژواک ته وويل چې د لوګر په سيند کې د اوبو د ډېروالي له امله سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه له منځه تللې ده.
هغه وويل چې په مرکز پل علم، بره کي برک او محمداغې ولسواليو کې ١٨٠٠ جريبه ځمکه اوبو لاندې کړې ده.
هغه وایي: ((موږ په دې اړه خپل ګزارش د ولایت مقام د کرنې وزارت او د بېړنیو مرستو کمېټې ته ورکړى دى نو وګورو چې هغوی څه اجراات کوي ځکه چې موږ په خپل لاس کې څه نه لرو چې بزګرو ته یې د مرستې په ډول ورکړو خو د خپل مسوولیت له مخې مو اړوندې ادارې خبرې کړې دي.))
login or register a new account.