Language

لاريون کوونکو د پکتيا وکيلان په فساد کې ښکيل وبلل

کابل(پژواک،٢٣ورى٩٥):د پکتيا لسګونو اوسېدونکو په ولايتي او ملي شورا کې د خپلو استازو پر ضد لاريون وکړ او دوى يې په فساد کې ښکيل وبلل.

د دې لاريون کوونکو شمېر چې شاوخوا سلو ته رسېده د ګردېز ښار په مرکزي څلور لارې کې  راټول  شوي وو.

لاريون کوونکو په ولايتي او ملي شورا کې خپل استازي د سيمه ييزو ادارو په چارو کې په لاس وهنه او په قراردادنو او رغنيزو پروژو کې په فساد کولو تورن کړل.

يو تن لاريون کوونکي فريد احمد تسکين پژواک خبري اژانس ته وويل چې دپکتيا اوسېدونکي په ملي شورا او ولايتي شورا کې د خپلو استازو له کړنو خوښ نه دي.

د هغه په وينا، په ولايتي او ملي شورا کې د پکتيا استازي په سيمه ييزو ادارو کې خپل خپلوان ګوماري او د دولتي ادارو پر رييسانو ناقانونه کړنې ترسره کوي.

ده وويل چې د پکتيا ډيرى استازي په خپلو شخصي کارونو بوخت دي او د خلکو ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

د هغه په وينا، ددې ولايت ډيرى استازي په اداري فساد کې ښکيل دي او د شخصي جېبونو لپاره کار کوي.

بل لاريون کوونکي حميد الله ځاځي پژواک ته وويل: (( موږ په  راتلونکو ټاکنو کې د بيا ځل لپاره برحالو وکيلانو ته رايه نه ورکوو او داخبره ټولو خلکو ته رسوو، چې دوی ته رايه ورنه کړي.))

د هغه په وينا، په ولايتي چارو کې د دې ولايت د استازو بې ځايه لاسوهنو د قانون حاکميت ته زيان رسولى، د خلکو ترمنځ يې واټن زيات کړى او د وکيل کېدو پاک نوم يې بدنامه کړى دى.

ده تور پورې کړ چې دغو وکيلانو په راتلوونکو ټاکنو کې د بريا په موخه د خلکو په منځ کې بې اتفاقي پيدا کړې او په ځينو ادارو کې يې د ځان په ګټه کسان پر دندو ګومارلي دي.

لاريون کوونکو، "په پارلمان او ولايتي شورا کې وکيلان زموږ استازيتوب نه شي کولاى"، "د پکتيا وکيلان که کميشن کاران او وکيلان د خلکو خدمتګاران يا ټوپک سالاران" شعارونه هم ورکول.

خو په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي ګل پادشاه مجيدي پژواک ته وويل، کومې ستونزې چې لاريون کوونکو يادې کړي کېداى شي په ځينو کسانو کې وي خو د پکتيا ټول وکيلان دغه شان نه دي.

login or register a new account.