Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې ٢٠٠کيلوګرامه هيروين ونيول شول

کلات(پژواک،٢٣ورى٩٥): د زابل ولايت پوليسو دوه سوه کيلوګرامه هيروين نيولي چې په تړاو يې څلور تنه هم نيول شوي دي.

د دې ولايت د ا منيې قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د وري په٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولايت پوليسو وکولى شول دوه سوه کيلوګرامه هيروين د کابل_ کندهار پر لويه لار ونيسي.

ده وويل چې دغه نشه يي توکي په مني بوس موټر کې د اوړو له بوريو سره په ډير مهارت ځاى پرځاى شوي او غوښتل يې چې له کابل څخه يې کندهار ولايت ته ولېږدوي چې د پوليسو له لوري ونيول شول.

فراهي وايي چې د دې نشه يي توکو په تړاو څلور تنه هم نيول شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دې ولايت کې يې د نشه يي توکو پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړې ده.

داسې مهال په زابل ولايت کې نشه يي توکي نيول کيږي چې سږ کال يواځې د هلمند ولايت په ٨٠ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.