Language

د امريکا ځانګړي استازي د پاکستان د پوځ مشر له سره د افغانستان پر حالات خبرې کړې

کابل (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥) : د افغانستان او  پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ريچارد اولسون د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه د وري په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ليدنه پرون په راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې ترسره شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ اولسون د پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره د افغانستان پر وروستيو  حالاتو خبرې وکړې.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې د پاکستان پر هلو ځلو هم بحث وکړ.

د يادونې ده چې د امريکا ځانګړى استازى تر دې مخکې کابل ته راغلى و، له ولسمشر او اجراييوي رييس سره يې ليدلي و.

login or register a new account.