Language

د امریکايي ځواکونو له خوا یوه بدمرغه شوې کورنۍ عدالت غواړي

ګردېز (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): په پکتيا ولايت کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې د يوې قربانې شوې کورنۍ غړى وايي چې د دوى د کورنۍ د وژل شوو غړو قاتلين بايد محاکمه شي او حکومت هم بايد ورسره اقتصادي مرستې وکړي.

شاوخوا درې کاله وړاندې د سلواغې په مياشت کې د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اړوند د خټاوې په کلي امريکايي ځواکونو پر يوه کور عمليات وکړل.

په دې عملياتو کې دوه وروڼه، د هغوی مېرمنې او يوه خور يې ځای پر ځای ووژل شول او د دې کورنۍ څو تنه نور امريکايي ځواکونو له ځان سره بوتلل.

دغه عمليات پر هغې کورنۍ وشول چې له وژل شوو کسانو څخه يو يې په وزي ځډراڼ ولسوالۍ کې د ملي اردو په ليکو کې دنده درلوده او بل يې په احمدابا ولسوالۍ کې څارنوال و.

د يادې قربانې شوې کورنۍ مشر ٨٥ کلن شراب خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې کاله وړاندې يې امريکايي ځواکونو پر کور عمليات وکړل.

هغه د پېښې کیسه داسې وکړه: ((لمسی مې پيدا شوی و او کلي ته خلک راغلي و چې اتڼونه او خوښي وکړي، خو د شپې په دريو بجو مې پر بام باندې درزا واورېده چې د باندې مې وکتل امريکايي عسکر چې ږيرې يې هم وې پر بامونو باندې ولاړ وو او وروسته انګړ ته راکوز شول او خونو ته راننوتل.))

ده وويل: ((اول مې مشر زوى محمد داود ووت، هغه يې وويشت او ځاى پر ځاى مړ شو بيا مې بل زوى ووت، هغه يې هم پر ډزو مړ کړ.))

دی وايي، له دې وروسته د کور مېرمنې په ژړا راووتې هغه يې هم پرله پسې وويشتې او ټول انګړ يې له وينو ډک کړ.

د ده په خبره، امريکايي ځواکونه کوټې ته ننوتل، ټول مېلمانه يې په داسې حال کې تر سهاره د باندې درولي وو چې ټوله سيمه په واورو پوښل شوې وه.

د هغه په خبره چې امريکايي ځواکونو څو تنه له ځان سره هم بوتلل خو وروسته يې بيا بېرته خوشي کړل.

د شراب خان په وينا، یادو ځواکونو کور لټ په لټ کړ خو څه يې پيدا نه کړل او د وتلو پر مهال يې د دوى ٤٧ لکه کلدارې له ځان سره يوړې.

هغه وايي چې په دې موده کې څو ځلې حکومتي چارواکو ورسره د مرستې ژمنه کړې ده خو تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې.

login or register a new account.