Language

کونړ کې پر یوه کور له غره د تیږې ښويېدو له امله اووه کسان مړه شوي

اسعداباد (پژواک، ٢٤ ورى ٩٥): په کونړ ولايت کې له غره پر يوه کور د تيږي ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غره مړه شوي دي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ ولسوال شاه خسرو د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې له غره پر يوه کور د غټو ډبرو د راښويېدو له امله د يوې کورنۍ اوه کسان مړه او يو زلمى هلک ټپي شوى دى.

د ولسوال په وينا، ټپي اوسمهال د اسعداباد په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

دى وايي چې دا پېښه د وروستيو ورښتونو له امله رامنځته شوې ده.

د کونړ د ملکي روغتون رييس ډاکټر احسان الله فضلي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې يو ټپي ور وړل شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

login or register a new account.