Language

پکتیکا کې لسګونه میله وسلې ډایاګ ته وسپارل شوې

ښرنه (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): د پکتيکا امنيتي چارواکو ډاياک پروګرام ته ٣٣ ميله بېلابېل ډوله وسلې وسپارلې.

د پکتيکا د امنیې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي د يادو وسلو د سپارلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه وسلې امنيتي ځواکونو د ځینو عملياتو پر مهال له وسله والو ترلاسه کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ٣٣ ميله وسلو کې راکټ، کلاشينکوفونه او تومانچې شاملې دي.

هغه دا هم وويل چې له يادو وسلو سره مخابرې او يو اندازه چاودېدونکي توکي هم ډاياک ته وسپارل شول.

په پکتيکا کې د ډاياک پروګرام مسوول ډګروال وزير احمد هم پژواک ته وويل چې دغه پروګرام ته نن د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ له لوري ٣٣ ميله وسلې وسپارل شوې.

ده وويل چې دغه وسلې امنيتي ځواکونو له وسله والو مخالفينو د جګړې پر مهال ترلاسه کړې وې.

ډاياک يا د بې وسلې کولو پروګرام ١٤ کاله وړاندې په افغانستان کې پيل شوى چې تر اوسه زرګونه ميله وسلې او چاودېدونکي توکي دې پروګرام ته سپارل شوي دي.

login or register a new account.