Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قومي مشران : ګومل کې د بهرنيانو لخوا وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي وو

ښرنه (پژواک ٢٦ ورى ٩٥): د پکتيکا لسګونه قومي مشران وايي، په ګومل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په بريد کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي، خو د پکتيکا چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د پکتيکا د ګومل د بانځو په سيمه کې هوايي بريد وشو، چې له امله يې ١٧ تنه و وژل شول.

د دې بريد په غبرګون کې د يادې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي او قومي مشران نن (د وري ٢٦مه) د پکتيکا مرکز ښرنې ته راغلي، ترڅو په دې اړه له چارواکو سره خبرې وکړي.

د يادو قومي مشرانو له ډلې څخه د مشرانو جرګې پخواني غړي خان محمد خاګي وويل، په ياد شوي بريد کې ټول وژل شوي کسان عام وګړي دي.

ده زياته کړه: ((دغه کسان عام خلک وو، وسله يې د دې لپاره له ځان سره ګرځوله چې خپل امنيت پرې وساتي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې قومي مشران، ځوانان او ښوونکي شامل دي.

د نوموړي په وينا، حکومت بايد د دې موضوع په اړه جدي څېړنې وکړي او عاملين يې بايد محاکمه کړي.

دغه راز بل قومي مشر محمد حنيف خروټي هم وويل، چې وژل شوي کسان ټول عام خلک دي.

هغه ګواښ وکړ چې که دغه قضيه جدي تعقيب نه شي، نو دوى به پراخ  لاريونونه وکړي.

د پکتيکا والي، امنيه قوماندان او نورو چارواکو له يادو قومي مشرانو سره د بندو دروازو تر شا خبرې وکړې.

په دې اړه د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د معلوماتو له مخې، په ياد بريد کې وژل شوي کسان، عام وګړي نه، بلکې وسله وال وو.

هغه زياته کړه، پردې کسانو داسې مهال بريد شوى، چې سپکې او درندې وسلې يې هم له ځان سره لېږدولې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.