ښرنه(پژواک، ۲۷ وری ۹۵): د پکتيکا سلګونه لاريون کوونکي وايي چې د ګومل کې د بهرنيو ځواکونو هوايې بريد کې ټول ملکي وګړي وژل شوي، دولت بايد ياده پېښه و څېړي او عاملينو ته دې سزا ورکړي.
شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې بهرنيو ځواکونو د پکتيکا د ګومل ولسوالۍ د بانځو په سيمه کې هوايي بريد وکړ، چې له امله يې د قومي مشرانو، ځوانانو او ښوونکو په ګډون ١٧ تنه ووژل شول.
په ورته وخت د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل ويلي و چې د دوى معلوماتو ښيي چې په ياد بريد کې وژل شوي کسان عام وګړي نه، بلکې وسله وال مخالفين وو.
خو نن د (وري په ٢٧مه ) د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې په زرګونو تنو د جمعې له لمانځه وروسته لاريون وکړ اوله ځان سره يې مرګ پر امريکا، ناټو او چين شعارونه لېږدول.
يوتن لاريون کوونکي او د ښرنې د جامع جومات خطيب وويل:" امريکايِي ځواکونه له يوې خوا د خپل تخنيک ستاينه کوي، چې په ځمکه کې واړه څيزونه ويني، خو له بل پلوه دعامو وګړو په موټرو بمبار کوي او ددې توپير نه شي کولای چې عام وګړي دي که وسله وال طالبان."
هغه زياتوي، په هېواد کې روانې ټولې ستونزې په امريکايانو پورې اړه لري او د هرې بدبختۍ تر شا د دوی لاس دی، خو افغان دولت يې پر وړاندې چپه خوله پاتې دی.
د لاريون يوبل ګډون وال حاجي عبدالعزيز وويل:" په يادو وژل شويو کسانو کې يو داسې کس هم شامل و، چې دانتخاباتو په ورځ يې لور د زړه د ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی و، خو د ټاکنو په خاطر يې د لور پر مرګ څوک خبر نه کړل."
هغه زياتوي، افغان دولت بايد ددې موضوع په اړه کلکي پلټنې وکړي، ترڅو معلومه شي چې وژل شوي کسان طالبان وو او که عام وګړي.
د غونډې په پای کې يو پرېکړه ليک هم صادر شو، چې په کې راغلي که افغان دولت ددې پېښې پلټنه ونه کړي دوی به خپل لاريونونه تر مرکز پورې ورسوي.
سرچينه ليکي، امريکايان دافغانانو دښمنان دي او د هغو له وژلو څخه خوند اخلي، نو اړينه ده چې افغان دولت يې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د يادو وژل شويو کسانوفاتحه هم نن د ښرنې په جامع جومات کې تر سره شوه.
login or register a new account.