Language

لوګر کې درې چيچيني مېرمنې او اووه وسله وال وژل شوي

 پل علم(پژواک، ۲۷ وری ۹۵): د لوګر ولايت چارواکي وايي چې د دغه ولايت  په خروار ولسوالۍ کې د اوو  بهرنيو وسله والو په ګډون يې لس تنه مخالفين وژلي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو تېره  شپه شاوخوا دوولس بجې د خروار ولسوالۍ د اپاخان په سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات کړي چې په پايله کې يې ياد شمېر وسله وال وژل شوي .

هغه زياته کړه چې په وژل شويو بهرنيو وسله والو کې درې مېرمنې چې دچيچينا اوسېدونکې دي  هم شاملې   دي .

صالح وايي چې په ياد بريدکې ملا صابر، ملاسباوون او ملابشير چې دطالبانو درې ځايي قوماندانان دي هم وژل شوي دي.

ده زياته کړه، چې ياد کسان له پکتيا ولايت څخه  خروار ولسوالۍ ته راغلي و او غوښتل يې چې په سيمه کې امنيت ګډوډ کړي چې د استخباراتي معلوماتو په پايله کې ياد عمليات ترسره شول.

د دې بريد په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

د دې تر څنګ صالح زياتوي، امنيتي ځواکونو د دې ولايت په خروار، څرخ او بره کي برک ولسواليو کې د زرغون په نوم چاڼيز عمليات هم پيل کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.