Language

په لوګر کې د کليو پراختيا وزير په ملاتړ لاريون وشو

پل علم(پژواک، ۲۷ وری ۹۵): د لوګر سلګونو ځوانانو، مدني فعالانو اود ولايتي شورا ځينې وکيلانو د کليو د پراختيا وزير په ملاتړ لاريون وکړ او د ولسي جرګې له اداري پلاوي يې وغوښتل چې سخي مشواڼی عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې د ماليې وزير اکليل حکيمي، د کليو پراختيا وزير نصير احمد درانى او د فوايد عامې وزير محمود بليغ د پوښتنو د ځوابولو په موخه ور غوښتي وو.

د خبرو پر مهال کله چې د کونړ وکيل سخي مشواڼي له ټاکلي وخته ډېرې خبرې وکړې، نو د ولسي جرګې منشي پرې مايک بند کړ چې په غبرګون کې يې مشواڼى پاڅېد، لومړى يې له منشي سره شخړه وکړه او بيا يې د کليو پراختيا پر وزير دراني ګوزار وکړ.

نن د کليو پراختيا د وزير نصير احمد دراني په ملاتړ سلګونو تنو د لوګر له محمداغې له ولسوالۍ څخه تر پل علم پور لاريون  وکړ او د کليو پراختيا د وزير په ملاتړ يې شعاورنه ورکول.

د دې ولايت د ولايتي شورا مشر سيد قريب الله سادات چې په لاريون کې يې ګډون درلود پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو د استازي سخي مشواڼي کړنې د ولسي جرګې د کورنيو دندو خلاف عمل دی او بايد نوموړی محاکمه شي.

هغه زياته کړه، ولسي جرګه د ملت کور دی او مشواڼي د ملت کور ته سپکاوی کړی دی.

د ولايت شورا وکيل محمد ناصر غيرت هم د مشواڼي دا کار په کلکو ټکو وغانده او د ولسي جرګې له اداري پلاوي يې غوښتنه وکړه چې د نوموړي وکالت ختم او  عدلي او قضايي ارګانونو ته دې معرفي شي.

مدني فعال سيد مطيع الله وويل، سخي مشواڼى له دې امله چې د ملت کور ته يې سپکاوی کړی بايد مجازات شي.

هغه وويل چې که د ولسي جرګې اداري پلاوى د هغه د مجازات په اړه اقدام ونه کړي نو دا کار به په يوه فرهنګ بدل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.