Language

بلخ کې دوه مرکچي سپين ږيري وژل شوي

مزارشريف (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): په بلخ ولايت کې وسله والو کسانو هغه دوه سپين ږيري وژلي چې د يوې کورنۍ قضيې د هواري هڅې يې کولې.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازديګر د دهدادي ولسوالۍ د کود برق په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په سيمه کې يو شمېر سپين ږيري د يوې کورنۍ شخړې د هواري لپاره يو کور ته ورغلي وو چې هلته د کور غړو پرې ډزې کړې، دوه سپين ږيري يې وژلي او يو تن يې ټپي کړى دى.

دى وايي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.

خو د کود برق سيمې يوه اوسېدونکي حسيب الله پژواک اژانس ته وويل چې  د سيمې يو تن اوسېدونکي پر يوه نجلۍ مين و او هغه يې تښتولې وه.

د نوموړي په وينا، کله چې د کلي سپين ږيري د دې شخړې د هواري لپاره د نجلۍ کور ته ورغلي وو، نو د هغې ورور پر راغلو سپين ږيرو ډزې کړې او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

حسيب الله وايي چې د نجلۍ ورور د عامه نظم پوليسو سرتېرى دى او اوس په تېښته بريالى شوى دى.

خو د امنيې قوماندانۍ وياند په دې اړه ناخبري وښوده چې ګواکي بريدګر دې د نظم عامه سرتېرى وي. 

login or register a new account.