Language

د کندهار ښار په درېيمه ناحيه کې د ښځو لپاره تفريحي پارک جوړېږي

کندهار (پژواک، ٢٨ ورى ٩٥): د کندهار ښار اړوند د درېيمې ناحيې په ساحه کې د ښځو لپاره د تفريح په موخه پارک جوړېږي.

د دغه پارک د جوړولو چارې څه موده مخکې پيل شوې چې تر راتلونکو دوو مياشتو پورې به بشپړې شي.

د کندهار ښاروالي وياند زمري څرګند د وري په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ښځينه تفريحي پارک لپاره د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اړوند په شين غزي سيمه کې ٥ جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

هغه زياته کړه، د پارک پر جوړولو ٢٢٦ زره امريکايي ډالر لګښت راځي چې د ملګرو ملتونو د (UN-Habitat) د ادارې له خوا ورکول کېږي.

دى وايي، په دغه پارک کې د ښځو لپاره هر ډول اسانتياوې په پام کې نيول شوې چې د هغوى د تفريح لپاره به غوره ځاى وي.

د ده په خبره، کندهار ښار چې په دې وروستيو کې يې نفوس ډېر شوى، د ښځو لپاره په کې تفريحي سيمې کمې دي.

دى زياتوي، کندهار ښاروالي ژمنه ده چې د کندهار ښاريانو لپاره د ژوند ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.

په کندهار ښار کې په ځانګړې توګه د ښځو او کورنيو لپاره تفريحي ځايونه کم دي.

د کندهار اوسېدونکي د جمعې او د رخصتيو په ورځو کې د تفريح لپاره د ارغنداب، شاوليکوټ او ډنډ ولسواليو شنو سيمو ته ځي، خو دغه ځايونه له ښاره ليرې او د ښځو د تفريح لپاره په کې هيڅ راز اسانتياوې نشته.

د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکې دنيا وايي، د نارينه وو په څېر ښځې هم حق لري چې د خپلو بوختياوو تر څنګ کله کله تفريح وکړي، خو ستونزه دا ده چې د هغوى لپاره تفريحي ځايونه نشته.

هغې د کندهار ښاروالۍ د دې اقدام هرکلى وکړ او غوښتنه يې وکړه چې په ځانګړې توګه د کورنيو د تفريح په موخه دې د ښار په بېلابېلو ځايونو کې ورته نور پارکونه هم جوړ شي.

login or register a new account.