Language

د کندوز روغتون ته له نښتو ١٤٧  ټپيان او ٦ مړي راوړل شوي

کندوز (پژواک، ٢٩ ورى ٩٥): کندوز کې روغتيايي مسوولين وايي چې له وروستيو درېيو ورځو نښتو څخه د کندوز ښار حوزوي روغتون ته شپږ مړي او ١٤٧ ټپيان راوړل شوي دي.

 د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکټر سعد مختار نن (د وري ٢٩ مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شمېر ملکيان په اما صاحب، چهاردرې، علي اباد او يو شمېر نورو سيمو کې د تېرو دريو ورځو د نښتو په ترڅ کې ټپيان شوي او دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

 ډاکټر مختار زياته کړه، چې ټپيان تر درملنې لاندې دي او د ډېرى کسان روغتيايي وضعيت په ښه کېدو دى.

 د کندوز ياد لوړپوړي روغتيايي مسوول د دې خبرې په څرګندولو سره چې په يادو ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، زياته کړه چې د نښتې په لومړۍ ورځ ٨٥ ټپيان، دويمه ورځ ٤٧ ټپيان او نن بيا د عزيزالله سفر حوزه وي روغتون ته راوړل شوي دي.

 د کندوز د عامې روغتيا مشر د کندوز ښار په روغتونونو کې له غوره امکاناتو او روغتيايي کارکوونکو له چمتووالي يادونه وکړه او ويې ويل: "زموږ ټول کارکوونکي شپه او ورځ خپل خدمت ته چمتو دي او ښه روغتيايي امکانات لرو."

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، د روغتيا نړيوال سازمان هم چمتووالى ښودلى چې د اړتيا پر مهال به د کندوز له روغتونونو سره د غوره امکاناتو مرسته وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېر کال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د کندوز ښار نيولى و او امنيتي ځواکونو بيا له ډېرو عملياتو او نښتو وروسته وکولى شول چې دغه ښار د دوه اونيو په ترڅ کې له هغوى يو ځل بيا ونيسي.

 د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتې له امله د کندوز لسګونه اوسېدونکي ټپيان او ووژل شول او زرګونه کورنۍ ګاونډيو ولايتونو او کابل ته راکډه شوې دي.

login or register a new account.