کندوز ښار (پژواک،٣٠ ورى ٩٥): د کندوز سيمه ييز مسوولين وايي چې د دغه ولايت په قلعۀ زال ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ درنه جګړه روانه ده او امنيتي ځواکونه و توانېدل څو د ولسوالۍ ودانۍ بېرته ونيسي.
د کندوز ولايتي شورا غړى امرالدين ولي وايي چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ له درنې جګړې وروسته، نن سهار طالبان وتوانېدل چې د ولسوالۍ ودانۍ ته ورننوځي؛ خو امنيتي ځواکونو له څه مودې وروسته د ولسوالۍ ودانۍ بېرته ونيوه.
د سيمه ييزو پوليسو يو مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د کندوز په قلعۀ زال ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده او امنيتي ځواکونه د لنډ وخت له شا تګ وروسته بېرته ولسوالۍ ته دننه شول.
نوموړي زياته کړه: " که موږ ته هوايي او ځمکنۍ مرستې را ورسېږي، کولى شو دا ولسوالي د وسله والو مخالفينو له شتونه پاکه کړو."
په ورته وخت کې د کندوز امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدمعصوم هاشمي وويل چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
login or register a new account.