ښرنه (پژواک، ٣٠ ورى ٩٥): د پکتيکا والي وايي چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې څه باندې لس زره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې او د اداري فساد پر وړاندې يې مبارزه ګړندۍ کړې ده.
دغه څرګندونې د پکتيکا والي امين الله شارق د وري په ٣٠مه د خپل درېيم سل ورځني پلان د تشريح کولو پر مهال وکړې.
شارق وويل چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې ١٠٥٢ ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې او په همدې کچه يې په دغه ولايت کې خالي بستونه ډک کړي دي.
هغه وويل چې په دغه ولايت کې د فساد پر وړاندې هم جدي مبارزه پيل کړې؛ ځکه چې په تېرو څو مياشتو کې يې د دوو رييسانو په ګډون يو شمېر نور دولتي کسان په اداري فساد کې د لاس لرلو په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي دي.
دغه راز شارق د عمري په نوم د وسله والو طالبانو د نوو عملياتو په اړه وويل چې په پکتيکا ولايت کې د عمري په نوم د وسله والو طالبانو عمليات له ناکامۍ سره مخ دي.
ده وويل چې په تېرو څو ورځو کې وسله والو طالبانو د عمري عملياتو تر نامه لاندې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې ٢٨ بريدونه کړي خو له ماتې سره مخ شوي دي.
هغه وايي چې د يادو بريدونو پر مهال ٨ طالبان وژل شوي او تر شلو زيات نور ټپيان شوي خو افغان امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه زياتوي: ((له يوې خوا زموږ ځواکونه پياوړي شوي او له بل پلوه خلک هم له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري کوي.))
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د عمري او افغان امنيتي ځواکونو د شفق په نوم پسرلني عمليات پيل کړي دي.
په تېرو څو ورځو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د يادو عملياتو په لړ کې افغان امنيتي ځواکونو، عامو خلکو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP