ښرنه(پژواک،٣١ورى٩٥): د ملي امنيت موظفينو د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې ١٣٠ بورۍ امونيم نايتريت نيولي دي.
له امونيم نايتريتو څخه د چاودېدونکو توکو په جوړلو کې ګټه اخيستل کيږي.
د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت موظفينو نن د وري په٣١مه په برمل ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر نيولى دى.
هغه وويل: (( په هينو موټر کې ١٣٠ بورۍ امونيم نايتريت په ماهرانه توګه تر لرګيو لاندې بار کړي و او په هره بورۍ کې پنځوس کيلو دي او غوښتل يې چې د پکتيکا له لارې يې کابل او د هېواد نورو برخو ته انتقال کړي خو ونيول شول.))
ده زياته کړه چې دغه توکي د پاکستان له شمالي وزيرستان څخه افغانستان ته راوړل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، امنيتي موظفينو له يادو توکو سره دوه تنه هم نيولي چې اوس مهال ترې پوښتنې روانې دي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو د دې توکو د نيول کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د ملي امنيت موظفينو د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار په محمد خېلو سيمه کې د وسلو او چاودېدونکو توکو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې وه.
login or register a new account.