Language

د بلخ والي خلک د وسله والو طالبانو پر خلاف ولسي پاڅون ته راوبلل

مزارشريف (پژواک ۳۱ وری ۹۵): د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور خلک د وسله والو طالبانو پر خلاف او د ملي ځواکونو په ملاتړ ولسي قيام ته راوبلل.

نوموړي دغه څرګندونې د وري په ٣١مه، په مزارشريف ښار کې د ملي ځواکونو د ملاتړ په غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وکړې.

په دغه غونډه کې چې د روضې په جومات کې جوړه شوې وه، په کې د دولتي ادارو کارکوونکو، د علماوو شورا، ولايتي شورا، مدني ټولنو، سوداګرو او ځوانانو ګډون کړى وو.

په ياده غونډه کې ولايتي شورا، د بلخ د علماوو شورا او مدني ټولنو له ملي ځواکونو څخه د خپل ملاتړ اعلان وکړ.

د بلخ سرپرست والي او د جميعت ګوند اجراييوي رييس عطامحمد نور، يادې غونډې ته د خبرو په ترڅ کې وويل، چې د وسله والو طالبانو ظلمونه بايد هېر نه کړای شي.

نوموړي طالبان د نوکر، نوکران وبلل او زياته يې کړه، چې وسله وال طالبان د پرديو د پيسو په بدل کې د خپلو افغانانو وينو ته تږي دي.

نور د شمال زون امنيتي حالت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل، چې په دغه زون کې بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سرپل، جوزجان او فارياب ولايتونه د ناامنۍ ښکار دي.

نوموړي زياته کړه، چې بلخ تل د خپلو ګاونډيو ولايتونو له ناامنه سيمو څخه تر ګواښ لاندې وي؛ خو د دغه ولايت امنيتي ځواکونو يې د خلکو د ملاتړ په مرسته مخه ډب کړې ده.

نور د هېواد ځينې سياسيون په سيمه ييزو، قومي او سمتي سياستونو باندې تورن کړل او پر عامو خلکو يې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د يووالي غږ وکړ.

د بلخ سرپرست والي وويل: ((وخت رسېدلی، چې د خپل وطن د ساتنې لپاره د ملي ځواکونو په ملاتړ د وسله والو طالبانو پر خلاف ولسي قيام وکړئ.))

نوموړي په غونډه کې ناستو قومي مشرانو باندې غږ وکړ، چې لاړ شي او کلي په کلي د خلکو په ذهنونو کار وکړي او د دښمن پر وړاندې يې د افغان ملي ځواکونو ملاتړ لپاره پورته کړي.

هغه، مرکزي حکومت له تېرو څوارلس کلونو له وسله والو طالبانو سره د سولې په تړاو په شويو خبرو کې غولېدلی وباله.

login or register a new account.